IQNA

د کویت د قرآني سیالیو د سرو زرو میډال  ټولنیز انجمن ته ډالۍ شو

12:29 - December 23, 2025
د خبر لمبر: 3492204
ایکنا - د کویت د قرآن د لویو سیالیو مسئولانو د دغو سیالیو د سرو زرو میډال د دغه هېواد د اصلاح ټولنیز انجمن د قرآن څانګې ته ډالۍ کړ.

 ایکنانیوز  د الرأی له قوله راپور راکړ، د کویت د اصلاح ټولنیز انجمن د قرآن کریم څانګې د کویت د لویو (عمومی )  د قرآن  د حفظ سیالیو د سرو زرو میډال ترلاسه کړ.

دا نښان یا میډال  د دغه انجمن د ارزښتناکو قرآني فعالیتونو څرګندونه کوي او د  خداي  د کتاب پر وړاندې ژوره ژمنتیا، او همدارنګه د قرآن کریم او د قرآني فعالانو د خدمت په برخه کې د کویت  مخکښ رول ښئي.

د انجمن عمومي منشي حمد العلي په دې اړه وویل: دا لاسته راوړنه، چې د قرآن کریم د څانګې له‌خوا د سرو زرو میډال په ترلاسه کولو سره رامینځته شو ، تر هر څه مخکې د خداي  تعالی فضل دی، او وروسته د کلونو خالص، منظم او هدفمند کار پایله ده، چې موخه ئې د ا....د کتاب خدمت، ښوونه او د خلکو په زړونو او ذهنونو کې د قرآن ټینګول دي.

هغه ټینګار وکړ: د کویت د قرآني سیالۍ یو لوي ملي منبر دی چې د قرآن له  چاروالو او مینه والو  درناوی کوي او نسلونه هڅوي چې د آیتونو د حفظ، درک او د هغو د لارښوونو د عملي کولو له لارې له د خداي  له کتاب سره اړیکه ټینګه کړي. دا درناوی د انجمن د قرآن د څانګې پر قرآني پروګرامونو د باور نښه ده.

العلي وویل: د اصلاح ټولنیز انجمن قرآني فعالیت د ټولنې د ریښتیني اصلاح او د صالح او باخبره انسان د روزنې بنسټ بولي؛ داسې انسان چې د دین او وطن خدمت وکړای شي، او همدا باور د دې لامل شوی چې د قرآن په زده‌کړه کې پانګونه د انجمن د فعالیتونو یو  دایمي لومړیتوب وي.

هغه زیاته کړه: د اصلاح ټولنیز انجمن د قرآن څانګه، د قرآن د اصالت د ساتنې ترڅنګ، له اوسمهاله ښوونیزو طریقو سره همغږی حرکت کوي، چې له امله ئې زده‌کوونکي په یو وخت کې هم دیني او هم تعلیمي مهارتونه ترلاسه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4324161

captcha